د ماشومانو مرستندویه نړۍوال سازمان  یونسف  د افغانستان په اړه  جوړ کړی  راپور خپور کړ.

د یونسف سازمان د افغانستان په اړه جوړ کړی راپور خپور کړ

986142
د ماشومانو مرستندویه نړۍوال سازمان  یونسف  د افغانستان په اړه  جوړ کړی  راپور خپور کړ.

 د ماشومانو مرستندویه نړۍوال سازمان  یونسف  د افغانستان په اړه  جوړ کړی  راپور خپور کړ.

د یونسف سازمان  لخوا په خپور شوي راپور کې ویل شوي دي چې  په افغانستان کې د ۷ او ۱۷ کلونو عمر لرونکې  ۳ عشاریه ۷میلیونه تنه  ماشومان او تنکي ځوانان  د جګړې او بې وزلې له امله ښوونځیو ته د تګ نه  محروم  دي.

د ماشومانو مرستندویه سازمان  په خپور کړي راپور کې  د افغانستان په اړه  تریخ  حقیقت په ډاګه کړ. یاد شوي  راپور په خپور کړي راپور کې ویلي دي چې  په افغانستان کې چې د امنیتي وضع د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په خرابیدو ده  تر ټولو زیات  پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو  ناوړه  اغیزې کړي دي.

په افغانستان کې  تر نیمايي ډیر ماشومان  او تنکي ځوانان  د جنګ جګړو، امنیتي ستونزو او بې وزلۍ له امله  د تعلیم  د ستر نعمت نه  محروم  پاتې دي. ښوونځیو ته تللی نشي.

په راپور کې راغلي دي سره ددې چې  په ۲۰۰۱ کال کې  د امریکا  متحده ایالتونو لخوا د طالبانو د رژیم او واکدارۍ د نسکورولو په خاطر  د عسکري مداخلې له امله  په افغانستان کې  د ماشومانو د تعلیم  په برخه کې مثبتې اغیزې کړې وې  او ښوونځیو نه د محرومو ماشومانو شمیره د پام وړ راټیټه شوې وه  خو د هغه نیټه نه راپدیخوا دا لومړی  ځل  دی  چې  د تعلیم نه  د محرومو ماشومانو او تنکي ځوانانو شمیره پدې کچه  لوړیږي.

د راپور له مخې  د تعلیم د نعمت نه د محرومو د ماشومانو نه  ۲ عشاریه ۷میلیونه تنه يي نجوني  دي. په افغانستان کې د هرو دریو نجونو نه  دوه  د تعلیم  د نعمت نه محرومې دي.

یونسف  په خپور کړي راپور کې د تعلیم د نعمت نه پدې اندازه د نجونو د محرومیدو  د لاملونو نه  تر ټولو  ستر لامل  په کوچني عمر کې واده کول  په ګوته کړي دي.

په راپور کې راغلي دي چې  په افغانستان کې تر ټولو زیات  د کندهار، هلمند، وردک، پکتیکا، زابل او ارزګان  د ولایتونو  ماشومان  د ناامنیو له امله  نشي کولی چې ښوونځیو ته  ولاړ شي. پدې ولایتونو کې  ۸۵ سلنه  نجوني  ښوونځیو ته تللی نشي.



اړوند خبرونه