د افغانستان د لوګر ولایت په مرکز کې د پولیسو پر حوزې ډله ایز برید شوی دی.
په لوګر کې د پولیسو پر حوزې ډله ایز برید پایته ورسید
د افغانستان د لوګر ولایت په مرکز کې د پولیسو پر حوزې ډله ایز برید شوی دی.
د لوګر ولایت امنیتي سرچینو ویلي دي چې نن د سهار د پنځو بجو په شاوخوا کې یوې ډلې ځانمرګیو برید کوونکو د لوګر ولایت په لومړۍ امنیتي حوزې ډله ایز برید وکړ.
د سرچینې د معلوماتو له مخې برید کوونکو لومړی د حوزې په دخولي دروازې د مازدا ډوله موټر پر مټ ځانمرګی برید وکړ او وروسته نور برید کوونکي حوزې ته ننوتل.
برید کوونکي د حوزې په ساختمان کې د پولیسو سره په نښته کې ښکیل شول. نښتې شاوخوا لس دقیقې دوام وکړ.
نښته د پولیسو لخوا د برید کوونکو د لمنځه وړو سره پایته ورسیده.
د لوګر ولایت د پولیسو ویاند شاه پور احمدزي ویلي دي چې برید د ۳ تنو ځانمرګیو برید کوونکو لخوا شوی دی او پدې پیښه کې ۳ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او ګن شمیر پولیس او ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
خو په سیمه کې یوې بلې امنیتي سرچینې خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پیښه کې د حوزې د امر او ۳ تنو ترافیک پولیسو په ګډون ۶ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنو ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
ویل کیږي ټپیان شوي ملکي وګړي هغه خلک دي چې کورونه يي د حوزې تر څنګ دي.
د پيښې مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.
طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د لوګر په مرکز پل علم کې د چټک غبرګون پر پولیسو ډله ایز کړی او په ترڅ کې په لسګونو تنو پولیسو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده .
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی