د کابل  د قره باغ په ولسوالۍ کې د ملي پوځ په سرتیرو  چاودنه وشوه.

د افغانستان  د پلازمینې  کابل  د قره باغ په ولسوالۍ کې د ملي پوځ په سرتیرو  چاودنه وشوه.

980910
د کابل  د قره باغ په ولسوالۍ کې د ملي پوځ په سرتیرو  چاودنه وشوه.

د افغانستان  د پلازمینې  کابل  د قره باغ په ولسوالۍ کې د ملي پوځ په سرتیرو  چاودنه وشوه.

ویل کیږي پدې پیښه کې  دوو تنو ژوند  د لاسه ورکړی  او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کابل د قره باغ د ولسوالۍ ولسوال  محمد عظیم  دل آغا  خبري رسنیو ته ویلي دي چې پيښه  د یادې شوې ولسوالۍ د عارق بڼ په سیمه کې رامنځته شوې ده .

هغه ویلي دي چې د ملي اردو په یو رنجر موټر  چې  اعاشې  د راوړولو په خاطر  د ولسوالۍ مرکز ته  روان  وو  د عارق بڼ په سیمه کې پرې  چاودنه وشوه.

ولسوال ویلي دي چاودنه د لرې سیمې نه د ریموټ کنټرول په واسطه شوې ده . هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې یو تن سرتیري  او یو تن ماشوم  ژوند د لاسه ورکړی  او یو تن ماشوم او درې تنه سرتیري ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا  ماشومان  هم  د سیمې نه د تیریدو پر حال کې ول چې چاودنه رامنځته شوې ده .

ولسوال ویلي دي  چې  چاودیدونکي توکي له مخې په سیمه کې ځای په ځای شوي وو چې د ملي اردو د رنجر د تیریدو پر مهال  چول شوي دي.

د پیښې مسئولیت  تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه