د ټاپي د پروژې د تښتول شوي ماین پاک مړی وموندل شو

د افغانستان  د کندهار په ولایت کې د ټاپي د پروژې تښتول شوی  کارکوونکی  ووژل شو.

977188
د ټاپي د پروژې د تښتول شوي ماین پاک مړی وموندل شو

د افغانستان  د کندهار په ولایت کې د ټاپي د پروژې تښتول شوی  کارکوونکی  ووژل شو.

د کندهار ولایت ځايي  چارواکیو ویلي دي چې  د تښتول شوي  کارګر مړی موندلی دی.

د کارګر مړی  د کندهار ولایت په مربوطاتو کې  موندل شوی دی.

د ویلو ده چې د تیرې دوشنبې په ورځ  د کندهار د میوند په ولسوالۍ کې د ټاپي پروژې لپاره په کارکوونکو ماین پاکانو  وسله وال برید وشو. پدې برید کې پنځه تنه  ماین پاکان  ووژل شول او یو تن  د برید کوونکو لخوا وتښتول شو.

د کندهار ولایت د امنیې قومندان جنرال رزاق ویلي دي چې  نوموړو ماین پاکانو  د ټاپي پروژې مسیر  د ماینونو نه د پاکولو په خاطر  د یوې موسسې لپاره کار کولو.

پداسې حال کې چې  د افغانستان د اجراییه ریاست  او د کندهار د امنیې قومندان د نوموړي برید پړه پر طالبانو اچوي  خو طالبانو تر اوسه پورې  د برید مسئولیت ندی منلی.

طالبانو  ویلي وو چې  دا پیښه به وڅیړي.

   

 



اړوند خبرونه