د افغانستان په کندهار ولایت  کې درنده چاودنه وشوه.

د افغانستان په کندهار ولایت  کې درنده چاودنه وشوه.

976292
د افغانستان په کندهار ولایت  کې درنده چاودنه وشوه.

د افغانستان په کندهار ولایت  کې درنده چاودنه وشوه.

د کندهار نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  چاودنه  د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې  رامنځته شوې ده .

چاودنه د حضرت جي بابا په سیمه کې  شوې ده .

د کندهار  د والي ویاند  داوود احمدي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ملي امنیت ځواکونو  د چاودیدونکو توکو نه بار یو موټر کشف کړی وو چې د شنډولو نه مخکې پکې چاودنه وشوه.

پدې پیښه کې تر اوسه پورې د ۶ تنو د وژل کیدو او تر ۳۰ تنو ډیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د رویټر خبري اژانس د کندهار د عامې روغتیا ریس  نعمت الله بارک  له قوله ویلي دي چې  چاودنه  د یو مارکیټ ترڅنګ شوې وه چې د همدې امله  د پيښې قربانیان  ډیری ملکي وګړي او بیا  ماشومان دي.

ویل کیږي  کیدای شي چې د مرګ ژوبله شمیره  د ښودل شوي  رقم نه  لوړه وي.



اړوند خبرونه