د افغانستان  د کندهار په ولایت کې د ټاپي  پروژې پر کارکوونکو خونړی برید وشو.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره ټاپي پروژې پر کارکوونکو خونړی برید وشو

975315
د افغانستان  د کندهار په ولایت کې د ټاپي  پروژې پر کارکوونکو خونړی برید وشو.

د افغانستان  د کندهار په ولایت کې د ټاپي  پروژې پر کارکوونکو خونړی برید وشو.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې برید کې  د ټاپي  د پروژې  لږ تر لږه  ۵ تنه کارکوونکي  وژل شوي دي.

د افغانستان د اجراییه ریس د ویاند مرستیال جاوید فیصل  د پيښې پخلی کړی دی .

هغه ویلي دي چې  دا پیښه  د کندهار ولایت د میوند په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

جاوید فیصل ویلي دي چې طالبانو  د کندهار ولایت  د میوند په ولسوالۍ کې د ټاپي پروژې پر کارکوونکو  برید کړی چې  په پایله کې پنځو تنو ژوند دلاسه ورکړی دی.

د بله پلوه  د کندهار ولایت د امنیې قومندان جنرال رزاق  هم  د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې نامعلومو وسله والو کسانو  د میوند ولسوالۍ د د ملنګ کاریز په سیمه کې د ماین پاکو په ډلې چې د ټاپي د پروژې د عملي کیدو په خاطر  کارکولو  په ډزو ووژل شول.

هغه ویلي دي چې  برید کوونکو  د نوموړو ماین پاکانو نه یو تن له ځان سره  وړی دی.

جنرال رزاق هم  د برید پړه پر طالبانو اچولې ده.

د ویلو ده چې د ټاپي  پروژه  د منځنۍ اسیا  ګازو   افغانستان له لارې  پاکستان او هندوستان ته انتقالوي  چې طالبانو  ترینه هم  ملاتړ کړی وو.

طالبانو  د خپل کنټرول لاندې په سیمو کې  د ټاپي  د پروژې د امنیت ساتلو ژمنه کړې وه.

پداسې حال کې چې  د افغانستان د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال  د برید پړه پر طالبانو اچولې ده خو طالبانو د پيښې په اړه  تر اوسه پورې څه ندي ویلي.  



اړوند خبرونه