ظالمانو د روژې مبارکې میاشتې په دویهه ورځ د جلال آباد ښار په وینو ولړه

په جلال آباد کې د څو پرله پسې چاودنو کې تر ۵۰ ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

974361
ظالمانو  د روژې  مبارکې میاشتې په دویهه ورځ د جلال آباد ښار په وینو ولړه

د افغانستان  په ختیځ  ولایت  ننګرهار کې  د کرکټ په لوبغالي کې  د تیرې شپې  د پر له پسې  چاودنو  د مرګ ژوبلې  وروستۍ  شمیره  اعلان شوه.

د ننګرهار  ولایت  د رسنیو  د دفتر لخوا  د خپور شوي‌ بیان له مخې  تیره شپه  د ننګرهار  ولایت په مرکز  د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې  په مربوطاتو کې د بهسودو  پل  ترڅیرمه  د کرکټ  په  لوبغالي‌ کې  په ځايي‌ وخت  د شپې  په ۱۱ بجو  او شلو دقیقو  څو پله پسې  چاودنې  وشوې  چې  په ترڅ کې  اتو تنو ژوند  د لاسه ورکړ  او ۴۵ تنه نور ټپیان شول.

په خپور شوي‌ بیان کې  راغلي‌  دي‌ چې په وژل شوو کسانو کې  د ننګرهار ولایت د وطنپاله ځوانانو په نامه د مدنې ټولنې  مشر او  د لغمان ولایت  د ښاروال مرستیال هم شتون لري.

د بیان له مخې  د ټپیانو نه  ۷ تنه د درملنې نه وروسته  رخصت شوي‌  او  ۳۷ تنه نور  په روغتونونو کې  تر درملنې  لاندې  قرار لري.

د برید مسئولیت  تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی . 



اړوند خبرونه