د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.
په کابل کې د چاودنې او ډزو غږونه اوریدل شوي
967023
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د پولیسو د ۱۳ مې حوزې به مربوطاتو کې لومړی د چاودنې او وروسته بیا د ډزو غږونه اوریدل شوي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې چاودنه د پولیسو د ۱۳ مې حوزې ترڅنګ شوې ده.
د چاودنې نه وروسته د امنیتي ځواکونو او برید کوونکو ترمنځه قوي نښته دوام لري. همداشان ځینو سرچینو ویلي دي چې برید کوونکي ۱۳ مې حوزې ته ننوتي دي.
د مرګ ژوبلې په اړه هم تر اوسه پورې معلومات په لاس کې نشته.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی