د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.
په کابل کې د ملي اردو اړوند په یو ریاست برید وشو
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د پولیسو د ۱۶مې حوزې په مربوطاتو کې شوې ده .
ویل کیږي چاودنه د ملي اردو د تخنیک او اسلحې د ریاست ترڅنګ رامنځته شوې ده .
په پیښه کې لږ تر لږه ۶ تنه سرتیري ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پيښې پخلی کړی دی.
د ملي دفاع وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې نن د سهار د ۷بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل د پولیسو د ۱۶ مې حوزې په مربوطاتو کې د ملي بس د سړک په سر دوه مقناطیسي بمونه وچاودیدل.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې بمونه په سړ کې د برښنا په یوې ستنه کې ځای په ځای شوي وو چې د چاودنې له امله يي ۶ تنه سرتیري ټپیان شوي دي.
د ټپیانو روغتیايي حالت په کامله توګه د ډاډ وړ دی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی