په زابل کې ټرافیکي پيښې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د افغانستان په زابل ولایت کې ټرافیکي پیښې  له امله ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

934954
په زابل کې ټرافیکي پيښې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د افغانستان په زابل ولایت کې ټرافیکي پیښې  له امله ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د زابل ولایت د امنیتي سرچینو د خبر له مخې پیښه  د شهر صفا په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .

سرچینې ویلي دي چې په شهر صفا ولسوالۍ کې یو کوچني موټر او لارۍ د جنیګدو په پایله کې  ۴ تنه مړه  او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې د پيښې په قربانیانو کې ښځې هم  شتون لري.

د بله پلوه  د زابل ولایت  د ټرافیکو مدیر د کندهار ورځپاڼې ته ویلي دي چې پدې پیښه کې  ۴ تنه مړه او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

ټپیان  ماشومان  دي چې روغتیايي حالت يي ښه ندی. د پیښې اصلي لامل  ناڅرګند  دی.



اړوند خبرونه