اسلامي حزب ګوند خپل درې مهم غړي له ګونده اخراج کړل

په افغانستان کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ  اسلامي حزب  خپل درې تن مهم  او پیژندل شوي غړي  له ګونده  اخراج کړل.

929041
اسلامي حزب ګوند خپل درې مهم غړي له ګونده اخراج کړل

په افغانستان کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ  اسلامي حزب  خپل درې تن مهم  او پیژندل شوي غړي  له ګونده  اخراج کړل.

د اسلامي حزب ګوند لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د هیواد وروستیو پرمختګونو  او پیښو په نظر کې نیولو  سره  د اسلامي حزب د ګوند  اجراییوي  شورا  د  درو تنو غړیو په اړه  وروستۍ پریکړه وکړه.

اجراییوي  شورا  د عبدالهادي ارغندیوال، انجینیر محمد خان  او ډاکټر بصیر انور  له ګونده د اخراجولو  پریکړه وکړه.

په خبرپاڼه  کې  راغلي دي چې  نوموړي  درې تنه  د اسلامي حزب نه زیات  د نورو ګوندونو او ایتلافو ګټو ته  ژمن  پاتې شوي دي چې د همدې امله  په اسلامي حزب ګوند کې ددوې غړیتوب  لغوه اعلان شوه.

په خبرپاڼه   کي  ددې خبرې به ټینګار ویل شوي دي چې ددینه وروسته  یاد شوي  درې تنه  نه  د اسلامي حزب  استازیتوب کولی شي او نه هم  ددې ګوند غړیتوب لري. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  نوموړو درې تنو ته  ددینه مخکې  ویل شوي وو چې د نورو ګوندونو  د منافعو په خاطر  کار ونکړي او که چیرې غواړي کولی شي پخپله جلا ګوندونه جوړ کړي.

د یادولو وړ ده چې  اسلامي حزب  درې مهمې  او پیژندل شوې څیرې  له ګونده  وشړلې.

انجینیر محمد خان  اوسمهال  د اجراییه ریاست د مرستیال په توګه دنده  ترسره کوي.

همداشان  داکټر بصیر انور  دم ګړۍ  د افغانستان د عدلیې د وزیر په توګه دنده  ترسره کوي.



اړوند خبرونه