د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.

په کابل کې چاودنه وشوه

925995
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.

 د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.

د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د پولیسو د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې  د د عبدالعلي مزاري  د جومات  په مخکې  چاودنه شوې .

ویل کیږي  چاودنه  د پل سوخته په سیمه کې شوې ده .

د کابل نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې چاودنه پداسې حال کې شوې ده  چې  د وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري  د تلین  مراسمو دوام  درلود.

د مزاري  د تلین په مراسمو کې  د افغانستان د اجراییوي ریاست  مرستیال محمد محقق سربیره  یو زیات شمیر  پيژندل شوو څیرو  ګډون کړی وو.

پداسې حال کې چې  د افغانستان د کورنیو چارو وزارت  ویاند نجیب دانش  پدې پیښه کې  د ۷ تنو د وژل کیدو او ۷ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی خو عیني شاهدانو بیا  د مړو شمیره  ددینه لوړه ښودلې ده .

د افغانستان د ملي روغتیا وزارت بیا  پدې پیښه کې  د ۷  تنو د وژل کیدو او ۲۳ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

د بله پلوه  د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند  نصرت رحیمي  بیا ویلي دي چې  ځانمرګي برید کوونکي غوښتل چې  د عبدالعلي مزاري  د مړینې د ۲۳م تلین په خاطر په جوړو شوو مراسمو  برید وکړي  خو  هدف ته د رسیدو نه مخکې ځان  ولوزو.

د هغه په وینا  ځانمرګي برید کوونکي  د تلین  د مراسمو په ۳۰۰ مترۍ  کې  د لومړني امنیتي کمبربند  ترڅنګ  ځان چولی دی.

ویل کیږي  د چاودنې سره سره  د مزاري  د تلین د لمانځنې مراسمو دوام وکړ.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې  په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه