د افغانستان په کونړ ولایت کې طالبانو ته ډیر ستر ګوزار ورکړ شو.
پاکستاني طالبانو ته ملا ماتوونکی ګواز ورکړ شو
د افغانستان په کونړ ولایت کې طالبانو ته ډیر ستر ګوزار ورکړ شو.
په کونړ ولایت کې د ډرون په برید کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د زوی په ګډون ۲۵ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي.
پاکستاني طالبان تحریک طالبان پاکستان ډلې هم د خپل مشر ملا فضل الله د زوی په ګډون د څه باندې شلو تنو طالبانو د وژل کیدو پخلی کړی دی.
تحریک طالبان پاکستان خبري رسنیو ته ویلي دي چې په کونړ ولایت کې د ډرون الوتکې په برید کې ددوې د مشر ملا فضل الله زوی عبدالله په ګډون تر شلو تنو ډیر طالبان وژل شوي دي.
ویل کیږي پدې برید کې د تحریک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله د زوی سربیره ځیني نورې مهمې څیرې هم وژل شوي دي.
پاکستاني خبري رسنیو ویلي دي چې په کونړ ولایت کې د طالبانو په یو پټنځای د ډرون برید په ترڅ کې د ملا فضل الله د زوی سربیره د باجوړ ایجنسۍ لپاره د طالبانو مشر هم پکې وژل شوی دی.
دا پدې وروستیو کې طالبانو ته ورکړ شوی تر ټولو ستر ګوزار دی.
همداشان ځايي خبري رسنیو ویلي دي چې په برید کې د وژل شوو طالبانو ډیری د ځانمرګیو بریدونو په خاطر راغلي وو. ډیری ځانمرګي برید ګر وو.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی