په ننګرهار ولایت کې د تیلو په ټانکر کې چاودنه وشوه.

په جلال آباد کې چاودنه وشوه

923373
په ننګرهار ولایت کې د تیلو په ټانکر کې چاودنه وشوه.

 په ننګرهار ولایت کې د تیلو په ټانکر کې چاودنه وشوه.

د ننګرهار ولایت  د رسنیو دفتر  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې  راغلي دي چې  پيښه  د جلال آباد  تورخم  په لویه لاره  د بهسودو  ولسوالۍ اړوند  په رینګ روډ  په دوه لاره کې  رامنځته شوې ده .

د ننګرهار د والي ویاند  عطاالله خوګیاڼي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې پیښه  په ځايي  وخت  د سهار د شپږنیمو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده . هغه ویلي دي چې  چاودنه  د مقناطیسي  بم  د چاودنې په پایله کې رامنځته شوه. د چاودنې نه وروسته  د تیلو ټانکر اور واخیست  چې  د اور لمبې  د ټانکر تر څیرمه  دوکانونو ته  خورې شوې.

د خوګیاڼي په وینا  پدې پيښه کې  لږ تر لږه  ۳۰ دوکانونه سوځیدلي دي. پدې پيښه کې  د سیمې دوکاندارانو ته  په میلیونونو افغانۍ  زیان  اوښتی دی.

خوګیاڼي ویلي دي چې  پدې پيښه کې  دوه تنه مړه  او دوه تنه نور ټپیان وشي دي.

د بله پلوه  د ننګرهار ولایت  د اور وژنې د ادارې مشر  خبري رسنیو ته ویلي دي چې د اورلګیدنې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته  د اور وژنې ډلې  سیمې ته رسیدلي دي  او د اورلګیدنې  په مړولو يي  پيل کړی دی.

هغه ویلي دي چې  د اورلګیدنې  تر نیم  ساعت  ډیر  دوام  پيدا کړ  او د ۷ بجو په شاوخوا کې تر کنټرول لاندې ونیول شو.

د پيښې مسئولیت  تر اوسه پورې چا  په اړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه