په افغانستان کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا ځغلول شوې ریښې قطع شوې

افغانستان د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان اړوند ښوونځي ترکیې حکومت ته وسپارل

918200
په افغانستان کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا ځغلول شوې ریښې قطع شوې

په افغانستان کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان اړوند  ۱۲ لیسې  او ۳ کورسونه  د ترکیې د پوهنې وزارت اړوند  د معارف  وقف ته  وسپارل شول.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  په افغانستان کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  لخوا ځغلول شوې  ریښې  قطع کړې شوې.

افغانستان  حکومت  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان اړوند  ۱۵ تعلیمي  موسسات  ترکیې حکومت ته  وسپارل.

په افغانستان کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان اړوند  افغان ترک ښوونځي  نن د ترکیې  او افغانستان د پوهنې د وزیرانو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ  کې ترکیې ته وسپارل شول.

دا مراسم  د کابل  د رسنیو او معلوماتو په مرکز کې جوړ شوي وو.

د افغانستان د پوهنې  سرپرست وزیر محمد ابراهیم  شینواري  په افغانستان کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان اړوند ټول تعلیمي  موسسات  د ترکیې پوهنې وزارت ته د سپارولو په خاطر  د ترکیې د پوهنې د وزیر عصمت  یلمز سره  تړون لاسلیک کړ.

ددې تړون له مخې  په افغانستان کې  د افغان ترک  لیسو  او تعلیمي موسساتو  اداره  د ترکیې حکومت ته وسپارل شوه.

د افغانستان  د پوهنې سرپرست وزیر شینواري  پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې  ددې ښوونځیو  په تعلیمي  سیستم کې به هیڅ ډول   بدلون رانشي. تعلیمي نصاب به يي د پخوا  په څیر  دوام  وکړي.

د زده کوونکو د جذب په خاطر به د پخوا په څیر  د ټول هیواد په کچه  ازموینه  ترسره کیږي  او ددې ازموینې په ترڅ کې به زده کوونکي جذبیږي.

هغه وویل چې یواځې  ددینه وروسته به پدې مکاتبو کې  د افغانستان د امنیتي ارګانونو د قربانیانو بچو ته  په وړیا توګه  د زده کړو فرصت برابر شي. دې برخې ته  سهم  په نظر کې نیول شوی دی.

هغه وویل چې ترکیې ویلي دي چې  په افغانستان کې به ددې ښوونځیو  شمیره  ۲۸ ته  او د لیلیو شمیره  ۶۰ ته  لوړه کړي.

همداشان  ددې ښوونځیو  فارغینو ته به په ترکیه کې تر دوکتورا پورې د لوړو زده کړو زمینه برابره شي.

د ترکیې  د پوهنې وزیر عصمت یلمز  بیا وویل چې ترکیه به د افغانستان د پوهنې د وزارت سره  مرستو ته دوام ورکړي.

ترکیې  د نوموړو ښوونځیو  لپاره په لومړني ګام کې د ۵ میلیونو ډالرو او په دویم  پړاو کې بیا د ۲۰ میلیونو ډالرو مرسته په نظر کې نیولې ده .



اړوند خبرونه