د ټاپې د پروژې د افغانستان د برخې عملي چارې سبا رسمآ پیلیږي

د ترکمنستان نه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د نللیکې د پروژې د افغانستان د برخې چارې پیلیږي

915726
د ټاپې د پروژې د افغانستان د برخې عملي چارې سبا رسمآ پیلیږي

د ترکمنستان نه د افغانستان  له لارې  پاکستان او هندوستان  ته  د ګازو د انتقال  پروژې  ( ټاپي )  د افغانستان د برخې  عملي  چارې  سبا  د فبروري ۲۳ مه د جمعې پر ورځ  رسمآ پیلیږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې  د ټاپي پروژه به سبا د جمعې ورځ  د ملي جشن په څیر  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې  پرانیستل شي. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې  پدې مراسمو کې به د ترکمنستان، پاکستان او هندوستان  مشران هم ګډون وکړي. 

ګاز  چې  په نړۍ کې د انرژۍ په برخه کې  ارزښت د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په ډیریدو  دی  پدې وروستیو کې  په نړۍوالو اړیکو  مخامخ  تاثیرات  پيل کړي دي.

د چین او هندوستان  په څیر  د نړۍ تر ټولو ډیر نفوس  خاوند هیوادونه  د هرې ورځې په تیریدو سره  د انرژۍ  اړتیا  مخ په لوړیدو ده. دې هیوادونو  د ګازو  بازارونو  ته  مخه کړې ده .

ټول هغه هیوادونه چې غواړي پرته د کومو  ستونزو  د ګازو په برخه کې خپلې اړتیاوې  پوره کړي  د انرژۍ په نړۍوالو پروژو کې  د ګډون په خاطر نسټونې بډ وهلي دي. هندوستان  د هیواد د انرژۍ د اړتیاو د پوره کولو په خاطر  د ټاپي په پروژه کې  برخه واخیسته  او دې پروژې ته ډیر زیات اهمیت ورکوي.

د ویلو ده چې  هندوستان  د یو عشاریه ۳ تریلیونو متر مکعب  ګازو په اندازه  د ګازو زیرمې لري. د هندوستان  د انرژۍ د وزارت د اټکلونو له مخې  په راتلوونکو پنځو کلونو کې به پدې هیواد کې د ګازو بازار  دوه برابره  لوی شي.

د همدې امله  هندوستان  د ګازو په برخه کې  نړۍوالو همکاریو ته  ډیر زیات اهمیت ورکوي.

د ټاپي په پروژه کې د افغانستان ګټه:

د ټاپي  د پروژې  نللیکه  د افغانستان  له لارې  تیریدل  پدې هیواد له هره پلوه  مثبتې اغیزې وکړي.

افغانستان  به  ددې پروژې نه  د کال  ۴۰۰ میلیونه  ډالره د ترانزیت عواید  ترلاسه کړي. افغانستان  به  ددې پروژې  په چوکاټ کې  د ترکمنستان نه  د ۳۰ کلونو لپاره  ګاز واخلي.

افغانستان  به  په لومړنیو لسو کلونو کې د ترکمنستان نه  په کال کې  ۵۰۰ میلیونه متر مکعب، په دویمه لسیزه کې  د کال یو میلیارد متر مکعب  او په دریمه لسیزه کې به  د کال  یو نیم میلیارد  متر مکعب ګاز  ترلاسه کړي.

افغانستان به  ددې ګازو نه  د برښنا په تولید  پیل وکړي. ددې سره به د افغانستان تر ټولو  ستره  د برښنا  ستونزو  تر ډیره حده  حل شي. د برښنا د ستونزې د حلیدو سره  به  پدې هیواد کې د تولیداتو کچه لوړه شي  او د خلکو د ژوند  سطحه به ښه شي.

همداشان  دا پروژه  به  د افغانانو لپاره  د استخدام په برخه کې هم  مهم  رول  ولوبوي. په افغانستان کې ددې پروژې  د چارو د پیلیدو سره  به  ۱۴ زرو تنو ته  د کار زمینه برابره شي.

د یادولو وړ ده چې  د ټاپي  د پروژې تخنیکي  چارې  تیر کال  پيل شوې وې. دا پروژه به مرحله په مرحله  سرته ورسیږي. د ټاپي د پروژې  د ګازو نللیکه به  د ترکمنستان  د ګال کینیش  د سیمې نه پیل  او د افغانستان د هرات ، فراه،هلمند او کندهار ښارونو نه به تیر  او پاکستان او هندوستان  پولو ته به  ورسول شي.

د ټاپي  د پروژې  د نللیکو  اوږدوالی  ۱۸۱۴ کیلومتره  دی چې  ۲۱۴ کیلومتره د ترکمنستان نه  ، ۷۷۴ کیلومتره يي  د افغانستان نه  او ۸۲۶ کیلو متره به يي  د پاکستان د خاورې نه  تیر شي.

تمه کیږي  چې  ددې پروژې  ساختماني  چارې  تر ۲۰۲۰ کاله پایته ورسیږي  او په فعالیت پیل وکړي. ددې نللیکې سره  به  ترکمنستان په کال کې ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز  افغانستان، پاکستان او هندوستان ته  انتقال کړي.

د ویلو ده چې  د دې پروژې د ترکمنستان  د برخې  ساختماني چارې سرته رسیدلي دي چې سبا  د جمعې په ورځ  به په افغانستان کې  ساختماني چارې رسمآ پیل شي.

 



اړوند خبرونه