د افغانستان  په ختیځ کې  په ننګرهار ولایت کې  یو بل ډله ایز قبر وموندل شو.

په اچین ولسوالۍ کې دویم ډله ایز قبر وموندل شو

914837
د افغانستان  په ختیځ کې  په ننګرهار ولایت کې  یو بل ډله ایز قبر وموندل شو.

د افغانستان  په ختیځ کې  په ننګرهار ولایت کې  یو بل ډله ایز قبر وموندل شو.

د ننګرهار ولایت  د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي  ویلي دي چې  امنیتي ځواکونو  د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې  یو بل ډله ایز قبر موندلی دی.

خوګیاڼي ویلي دي چې  پدې قبر کې د ۱۰ تنو ملکي وګړو  مړي  وموندل شوي دي.

هغه ویلي دي چې  دا کسان  څه باندې  یو کال  مخکې  د داعش ترهګرې ډلې لخوا د پچیراګام  د ولسوالۍ نه تښتول شوي وو چې وروسته اچین ولسوالۍ ته  انتقال شوي وو.

دا  د یوې اوونۍ په دننه کې دویم  ډله ایز  قبر دی  چې موندل کیږي.

داعش  ترهګرې ډلې  تر اوسه پورې  ددې قبرونو په اړه څه ندي ویلي.

همداشان  داعش ترهګرې ډلې  تیره ورځ په ننګرهار ولایت کې د دوو تنو ملکي وګړو نه  طالبانو او دولت ته د جاسوسۍ په تور  سرونه  غوڅ کړل.

داعش  د یاد شوو کسانو  د زړه بوږنوونکي  وژنې  انځورونه  په ټولنیزې مډیا کې خپاره کړي وو.  



اړوند خبرونه