د افغانستان  د اجراییه ریاست  د برښنايي  پيژند پاڼو د ویش د ځنډولو  غوښتنه وکړه.

داځل د اجراییه ریاست د برښنايي پیژندپاڼو د ویش د بهیر د ځنډولو غوښتنه وکړه

911609
د افغانستان  د اجراییه ریاست  د برښنايي  پيژند پاڼو د ویش د ځنډولو  غوښتنه وکړه.

د افغانستان  د اجراییه ریاست  د برښنايي  پيژند پاڼو د ویش د ځنډولو  غوښتنه وکړه.

اجراییه ریاست پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې   برښنايي پیژندپاڼې یوه ملي موضوع  ده  او اړه باید لا زیات بحث او دقت نه کار واخیستل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  « د افغانستان د اسلامي جمهوریت  د اجراییه ریاست  پدې باور  دی چې  د برښنايي پیژندپاڼو ویش یوه ملي موضوع ده  او لا زیات  بحث او دقت ته اړتیا لري.  دا موضع ملي اجماع  او ګډ توافق ته  ضرورت  لري. »

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د اجراییه ریس  عبدالله عبدالله د خالي په ورځ  پدې اړه د ولسمشر محمد اشرف غني سره وویني او خبرې به پرې وکړي.

د برښنايي پیژندپاڼو  د ویش په اړه باید  د افغانستان د دولت په کچه  بحث او خبرې وشي.

د اجراییه ریاست  پداسې حال کې  د برښنايي پیژندپاڼو د ویش د بهیر د ځنډولو غوښتنه وکړه چې  تیره ورځ  د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر میرمن رولا غني او  د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نومونه  د برښنايي پیژندپاڼو د اخیستو په خاطر  په سیستم کې ثبت شول.

همداشان  ویل شوي دي چې  سبا  د خالي ورځ  د افغانستان د کابینې د وزیرانو ، مهمو سیاسي څیرو  او د ولسمشرۍ د ماڼۍ د کارکوونکو نومونه  هم  پدې سیستم کې  ثبت  شي.

ویل کیږي  په برښنايي  پیژندپاڼو کې  ملت ، قوم او دین ته  ځای ورکړ شوی دی.

ددینه وړاندې  هم  څو ځله  په نږدې راتلوونکې کې   د برښنايي پیژندپاڼو د ویش د بهیر د پیلیدو په اړه  خبرونه خپاره شوي وو خو  د بعضو کړیو لخوا د خنډولو د رامنځته کیدو له امله  هر ځل دا بهیر  ځنډیده.



اړوند خبرونه