د تاجکستان پوله ساتو دوه تنه افغانان په ډزو ویشتي دي.
د تاجکستان د پوله ساتو لخوا د دوو تنو افغانانو ویشتل
905073

د تاجکستان پوله ساتو دوه تنه افغانان په ډزو ویشتي دي.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې تاجکستان پوله ساتو د افغانستان د تخار ولایت د نوآباد په کلي کې دوه تنه افغانان چې نوموړي هیواد ته د تیریدو هڅه کوله په ډزو وویشتل.
د ویشتل شوو کسانو نه یو تن مړ او یو تن بل ټپي شوی دی.
د بله پلوه د افغانستان د تخار ولایت د پولیسو ویاند د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې ویشتل شوي کسان د نشه يي توکو قاچاقبران دي. د ویشتل شوو دوو تنو نه یو تن مړ او بل ټپي شوی دی .
پيښه تیره شپه رامنځته شوې ده .
اړوند خبرونه

د القاعدې د شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا په برید کې ووژل شو.
امریکا له افغانستانه له وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره پر افغانستان برید کوي.