په کابل کې د داعش تر ټولو لویه د وسلو او مهماتو زیرمه کشف شوه

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د داعش ترهګرې ډلې  اړوند د وسلو او مهماتو  تر ټولو  لویه زیرمه  او ترهګرو پټنځای  کشف  شو.

899842
په کابل کې د داعش تر ټولو لویه د وسلو او مهماتو زیرمه کشف شوه

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د داعش ترهګرې ډلې  اړوند د وسلو او مهماتو  تر ټولو  لویه زیرمه  او ترهګرو پټنځای  کشف  شو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست  ویلي دي چې  د پلازمینې کابل  د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د قلعه واحد په سیمه کې  د داعش ترهګرې ډلې اړوند  یوه ډیره لویه د وسلو او مهماتو زیرمه  او د ترهګرو پټنځای  کشف  کړ.

ملي امنیت ویلي دي چې  داعش ترهګرې ډلې به ددې وسلو او مهماتو نه په ترهګریزو بریدونو کې کار اخیسته.

همداشان  ویل شوي دي چې  د داعش ترهګرې ډلې  د تیرې ورځې  برید کوونکي  هم  په همدې  پټنځای کې اوسیدل.

د ویلو ده چې داعش ترهګرې ډلې تیره ورځ  د پلازمینې کابل د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ۱۱۱مې فرقې په یو کنډک  ډله ایز برید  وکړ چې په ترڅ کې ۱۱ تنو د ملي اردو سرتیري مړه او ۱۶ تنه نور ټپیان شول.

د افغانستان امنیتي ځواکونو  پدې برید کې  د پنځو تنو برید کوونکو نه یو تن ژوند  ونیول او ۴ تنه ترهګر يي له خپو وغورځول.

همداشان ګمان کیږي چې  ملي امنیت ریاست  د وسلو او مهماتو  دا زیرمه هم  د نیول شوي  ځانمرګي برید  د اعترافاتو په پایله کې کشف کړي وي.



اړوند خبرونه