په کابل کې د ۱۱۱مې فرقي په یو کنډک ډله ایز برید وشو

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د مارشال فهیم  حربي پوهنتون    ترڅنګ    د ۱۱۱مې فرقې په یو کنډک ډله ایز برید وشو.

898875
په کابل کې د ۱۱۱مې فرقي په یو کنډک ډله ایز برید وشو

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د مارشال فهیم  حربي پوهنتون    ترڅنګ    د ۱۱۱مې فرقې په یو کنډک ډله ایز برید وشو.

د افغانستان  د ملي دفاع د وزارت ویاند  دولت وزیري  خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید  د مارشال فهیم حربي پوهنتون ترڅنګ  د ۱۱۱مې فرقې اړوند په کنډک شوی دی.

هغه ویلي دي چې  برید د پنځو تنو برید کوونکو لخوا شوی دی.

لومړی  یو تن برید کوونکي  د پوهنتون  په دروازه کې ځان وچولو  او نور یوې زیرزمینۍ ته ننوتل او د هغه ځای  د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول.

د  ملي دفاع د وزارت ویاند  په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې امنیتي ځواکونو  ۴  تنه  برید کوونکي له خپو غورځولي   او یو تن بل يي  ژوندی  نیولی  دی. نښته د وروستي  ترهګر  د وژلو سره  پایته ورسیده.

نښته  د افغانستان په ځايي وخت  د سهار د پنځو بجو شاوخوا ته پیل شوې وه.

ویل کیږي  پدې برید کې  ۱۱ تنه  د ملي اردو سرتیري  وژل شوي  او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یادولو وړ ده چې دا  د یوې اوونۍ په دننه کې په کابل کې  دریم  ډله ایز برید دی چې ترسره کیږي.

لومړی  د انټرکانټنینټل  پر هوټل  ډله ایز برید وشو . د تیرې خالي په ورځ  د کورنیو چارو د وزارت د پخوانۍ  ودانۍ ترڅنګ  د جمهوریت روغتون په مخکې  ځانمرګی برید وشو چې له امله يي  تر سلو ډیرو کسانو ژوند د لاسه ورکړ او نږدې  ۲۰۰ تنه نور ټپیان شول.

نن  بیا په کابل کې  د مارشال فهیم  په حربي پوهنتون ډله ایز برید وشو.

د برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.



اړوند خبرونه