د افغانستان  د هرات په ولایت کې چاودنه وشوه.

په هرات کې په ملکي‌ وګړو چاودنه وشوه

893504
د افغانستان  د هرات په ولایت کې چاودنه وشوه.

د افغانستان  د هرات په ولایت کې چاودنه وشوه.

د افغانستان  د هرات  په ولایت کې  په چاودنه کې  لږ تر لږه  ۸ تنو ژوند  د لاسه ورکړ.

د هرات  ولایت سیمه ایزو  چارواکیو په وینا  چاودنه  نن  د سهار په لسو  بجو  د ګلران په ولسوالۍ کې  رامنځته شوه.

د هرات  ولایت د والي‌ ویاند  عبدالاحد ولي‌ زاده  خبري‌ رسنیو ته وویل چې نن د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې  په ګلران ولسوالۍ کې د ملکي‌ وګړو په موټر  چاودنه وشوه.

په پيښه کې  اتو تنو ملکي‌ وګړو  ژوند  د لاسه ورکړ.

هغه ویلي‌ دي‌ د پيښې  قربانیان  ټول کارګران  ول  چې  د هرات  ښار  پر لورې  روان ول.

د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه