د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې دویمه لوبه هم وګټله

افغانستان د کرکټ لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه

889912
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې  دویمه لوبه هم وګټله

افغانستان  د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې  د نړۍړوال جام د سیالیو په چوکاټ کې  دویمه  لوبه  د سریلانکا  په ماتولو سره  وګټله.

د ویلو ده چې  افغانستان  لومړنۍ  لوبه د پاکستان  سره  کړې وه  او پاکستان ته يي هم  ماتې ورکړې وه.

په ننۍ لوبه کې  پچه  د سریلانکا  هیواد لوبډلې وګټله او افغانستان په توپ وهنې پیل وکړ.

د افغانستان ملي لوبډلې  په ۵۰ اورنو کې  د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۸۴ منډې جوړې کړې.

رقیبې لوبډلې ته د ۲۸۵ هدف وټاکه.

همداشان  د زورور باران له امله  لوبه  د ۵۰ نه  ۳۸ اورنو ته  راټیټه شوه.

افغانستان په ۳۸ اورنو کې  ۲۳۴ منډې جوړې کړې وې.

د سریلانکا  لوبډلې  بیا په ۳۸ اورونو کې د ټولو  لوبغاړو په سوځیدو سره  ۲۰۲  منډې جوړې کړې.

پدې ډول  افغانستان ملي لوبډلې  د سریلانکا لوبډلې ته د ۳۲ منډو په توپیر سره  ماتې ورکړه.



اړوند خبرونه