د افغانستان  د بلخ د ولایت  والي  خپله استعفا  رد کړه.

عطامحمد نور : هیڅوک زما د لرې کولو صلاحیت نلري

871035
د افغانستان  د بلخ د ولایت  والي  خپله استعفا  رد کړه.

د افغانستان  د بلخ د ولایت  والي  خپله استعفا  رد کړه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې تیره ورځ   د بلخ والي  استعفا منظور کړه او د هغه پر ځای انجنیر محمد داوود د والي په توګه وټاکه  خو عطا محمد نور بیا  خپله استعفا رد کړه.

عطا محمد نور ویلي دي چې  هغه  د استعفا تر نامه لاندې  له دندې ګوښه شوی دی  خو هیڅوک د هغه د ګوښه کولو صلاحیت نلري.

عطا محمد نور  دا څرګندونې  د خپلو پلویانو غونډې ته وکړې. هغه  د پلویانو نه وغوښتل چې  د قانون په چوکاټ کې حرکت وکړي.

نور وویل « که چیرې  په مونږ  روان  ظلم  ډیر شي  او د شدت او ځواک نه کار واخیستل شي  هغه وخت به مونږ هم  نورو لارو ته  مراجعه وکړو.»

هغه  زیاته کړه چې  هغه  د استعفا  په بهانه  له دندې ګوښه شوی دی چې  دا خبره زمونږ لپاره د منلو وړ نده. نور وویل چې  د جمعیت ګوند  او ملي ایتلاف سره د خبرو او سلامشورو وروسته به خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړي.

نور وویل کله چې  د ارګ سره  زمونږ  مذاکراتو دوام  درلود  ارګ  وویل چې ډار لري چې  وروسته بیا  تاسې  استعفا ونکړۍ. ما هم  ورته  خپله  استعفا وړاندې کړه.

هغه وویل چې  د نوموړې مسلې په اړه يی  د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم  او د اجراییه ریاست د مرستیال محمد محقق سره هم  خبرې کړي.

د ویلو ده چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ  پرون  سهار  د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره  د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د بلخ د والي د استعفا د منلو او پر ځای د نوي والي د ټاکلو نه خبر ورکړ.

همداشان د افغانستان د جمعیت ګوند بیا  پدې اړه  تند غبرګون وښود او د ولسمشر دا کار يي وغنده.



اړوند خبرونه