د افغانستان  په پلازمینه کابل کې  په مهم  امنیتي ارګان  ډله ایز برید وشو.

په کابل کې د ملي امنیت په یو ساحوي دفتر ډله ایز برید وشو

870284
د افغانستان  په پلازمینه کابل کې  په مهم  امنیتي ارګان  ډله ایز برید وشو.

د افغانستان  په پلازمینه کابل کې  د ملي امنیت په روزنیز مرکز ډله ایز برید وشو.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د پولیسو د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې  د ملي امنیت  په یو روزنیز مرکز  ډله ایز برید وشو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت  د پیښې پخلي کړی دی او ویلي دي چې برید د افشار په سیمه کې  د ملي امنیت  اړوند په یو روزنیز مرکز  شوی دی .

برید کوونکو  د ملي امنیت  د مرکز  ترڅنګ  په  یوې بلې  د ساختمان لاندې  ودانۍ کې ځای نیولی دی او له هغه ځای  ډزې کوي.

سیمه کې د افغان ځواکونو او برید کوونکو ترمنځه نښته دوام لري. سیمه د افغان ځواکونو لخوا محاصره شوې ده .

د بله پلوه په سیمه کې  د غبرګو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی  . سیمه یزې خبري رسنۍ وايي ګمان کیږي چې برید د داعش ترهګرې ډلې لخوا شوی وي.

طالبانو  د نوموړې پیښې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه