په کابل کې د امنیتي ځواکونو د افغان ترک په ښوونځي عملیات ترسره کړل

د افغانستان په پلازمینه  کابل کې  امنیتي ځواکونو د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان اړوند  د افغان ترک په ښوونځي  چاپه واچوله

867088
په کابل کې د امنیتي ځواکونو د افغان ترک په ښوونځي عملیات ترسره کړل

د افغانستان په پلازمینه  کابل کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان اړوند  د افغان ترک په ښوونځي  چاپه واچول شوه.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال خبري رسنیو ته ویلي دي چې  تیره شپه  د ملي استخباراتو  منسوبینو  په کابل کې د افغان ترک  په ښوونځي  چاپه واچوله  .

پدې عملیاتو کې  د ښوونځي ۳ تنه  ترک  او یو تن افغان ښوونکي په ګډون  ۴ تنه ښوونکي  ونیول شول.

د کورنیو چارو د ویاند مرستیال وویل چې یواځې  په ښوونځي  د عملیاتو د ترسره کیدو  پخلی کولی شو.

عملیات  د استخباراتو د  منسوبینو لخوا ترسره شوي دي. عملیات  د کابل د تایمي په سیمه کې  د افغان ترک د انجونو په ښوونځي  ترسره شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  د فتح الله ګولن په مشرۍ د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان چې د  ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ مه نيټه په ترکیه کې خونړۍ  کودتا ترسره کړه  د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې ښوونځي لري او ددې ښوونځیو طریقه  خپل ورانکارنه فعالتونه کوي. 



اړوند خبرونه