د داعش ترهګرې ډلې نه وروسته  طالبانو هم  د بې ګناه ملکي وګړو په اعدمولو  لاس پورې کړ

طالبانو په ننګرهار بې کسان اعدام کړل

865340
د داعش ترهګرې ډلې نه وروسته  طالبانو هم  د بې ګناه ملکي وګړو په اعدمولو  لاس پورې کړ

د داعش ترهګرې ډلې نه وروسته  طالبانو هم  د بې ګناه ملکي وګړو په اعدمولو  لاس پورې کړ.

د ننګرهار ولایت د  شیرزادو په ولسوالۍ کې  وړمه  ورځ  طالبانو دوه تنه ملکي وګړي د نامعلوم  لامل له امله  اعدام کړل.

د ننګرهار ولایت  د رسنیو دفتر  د خبرپاڼې په خپرولو سره  ویلي دي چې  طالبانو دوه تنه بې ګناه  ملکي وګړي  د نامعلوم  لامل  له امله په شهادت ورسول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې اعدام شوي  کسان ملکي وګړي  وو  او  د دولت  سره  هیڅډول اړیکې  نه درلودې.

د ویلو ده چې  په ننګرهار ولایت کې  داعش او طالبان  وخت نا وخته  بې ګناه  کسان  یو بل ته د جاسوسۍ  او یا دولت ته د جاسوسۍ په تور  وژني.



اړوند خبرونه