ولسي جرګې د ولسمشر غني د کابینې ۱۱ وزیرانو ته د باور رای ورکړه

د افغانستان  ولسي جرګې  د ارګ لخوا ورته د معرفي شوو ۱۲ تنو نوماند وزیرانو نه  ۱۱ تنو ته  د باور  رایه ورکړه.

860840
ولسي جرګې د ولسمشر غني د کابینې ۱۱ وزیرانو ته د باور رای ورکړه

د افغانستان  ولسي جرګې  د ارګ لخوا ورته د معرفي شوو ۱۲ تنو نوماند وزیرانو نه  ۱۱ تنو ته  د باور  رایه ورکړه.

د افغانستان ولسي جرګې نن د ولسمشر لخوا ورته  معرفي شوو ۱۲ تنو  نوماند وزیرانو ته  د باور د رای ورکولو په خاطر  عمومي غونډه وکړه.

ولسي جرګې  پدې رای اچونه کې  د ملي دفاع ، کورنیوچارو، سرحداتو او قبایلو، اقتصاد، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ، د کلیو او پراختیا، ټرانسپورت، لوړو زده کړو، کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ، ټول ګټو نوماند  وزیرانو ته  د باور رای ورکړه.

ولسي جرګې  د کانونو او پطرولیم  وزارت لپاره  نوماندې  نرګس  نهان ته  د باور رای ورنکړه. نرګس نهان  د ۱۰۷ رایو په ترلاسه کولو سره  ونه توانیده  چې د باور رای ترلاسه کړي.

د ویلو ده چې  پدې رای اچونه کې  ولسي جرګې تر ټولو  زیاته  د باور رای  د کورنیو چارو نوماند وزیر  ویس احمد برمک ته  ورکړې. ویس احمد برمک  د ۱۷۳ رایو په ترلاسه کولو سره  د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو.

همداشان  د برمک نه وروسته د  سرحداتو او قبایلو وزیر ګل اغا شیرزي ۱۵۸ رایې، د اقتصاد وزیر ۱۵۵ ، د  ټرانسپورت وزیر  ۱۴۹ رایې ، د ملي دفاع وزیر ۱۴۱ رایې ، د کار او ټولنیزو چارو وزیر بیا  ۱۲۶ رایې، د لوړو زده کړو وزیر بیا ۱۲۴ رایې ترلاسه کړې. همداشان  د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر  د ۱۱۵ رایو سره وتوانید  چې د باور رای ترلاسه کړي.

 



اړوند خبرونه