د افغانستان د پکتیکا د ولایت د والي په ګډون د لوړو پوړو چارواکیو دندې وځنډول شوې.
د پکتیکا ولایت د والي په ګډون د جګپوړو چارواکیو دندې وځنډول شوې
د افغانستان د پکتیکا د ولایت د والي په ګډون د لوړو پوړو چارواکیو دندې وځنډول شوې.
د پکتیکا د ولایت د والي الیاس وحدت، د سپین غر ۳۰۳ زون قومندان اسدالله شیرزاد او د امنیې قومندان محمد عظیم هاشمي دندې وځنډول شوې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا پریکړه په یاد شوي ولایت کې د دوو امنیتي مقاماتو ترمنځه د وسله والې نښتې نه وروسته کړې ده.
د ویلو ده چې وړمه ورځ د پکتیکا ولایت د ریزف قطعې او لومړۍ حوزې د امر ترمنځه وسله واله نښته وشوه چې په ترڅ کې نږدې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کورنیو چارو وزارت بیا ددې پیښې نه وروسته د یاد شوي ولایت د والي ، امنیتې قومندان او سپین غر ۳۰۳ زون د قومندان دندې وځنډولې.
اړوند خبرونه
د پاکستان او افغانستان د پوله ساتو ترمنځه نښته شوې ده .
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده.