افغانستان خاورې ته د پاکستاني لاریو  په ننوتو بندیز  پیل شو.

پاکستان لارۍ ددینه وروسته افغانستان ته د ننوتو اجازه نلري

852206
افغانستان خاورې ته د پاکستاني لاریو  په ننوتو بندیز  پیل شو.

افغانستان خاورې ته د پاکستاني لاریو  په ننوتو بندیز  پیل شو.

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني  هغه  فرمان تیره  رسمآ پیل شو چې له مخې  پاکستاني لارۍ نشي کولی چې د افغانستان ته خاورې ته ننوځي. د یاد شوي فرمان له مخې  ددینه وروسته به پاکستاني لارۍ  د افغانستان سره په پوله  کې خپل سوداګریز توکي په بندرونو کې  تخلیه کوي  او وروسته به د افغاني لاریو  لخوا یوې خوا او بلې خوا ته  وړ کیږي.

د افغانستان د ټرانسپورت د وزارت  سرپرست  حمید طهماسي  تیره ورځ  خبري غونډې ته وویل چې  وروسته له دې  پاکستاني لارۍ  نشي کولی چې د افغانستان  خاورې ته  راداخلې شي. هغه وویل چې  پاکستاني لارۍ به  خپل توکي د تورخم  او سپین بولدک په په بندرونو کې ښکته کوي  او وروسته به د افغاني لاریو لخوا د هیواد ګوټ ګوټ ته رسول کیږي.

هغه زیاته کړه چې پدې برخه کې ځیني استثناءګانې وجود لري. حمید زیاته کړه چې یواځې  هغه پاکستاني لاریو ته به افغانستان ته د ننوتو اجازه ورکړ شي  چې  د اور اخیستو  امکان يي ډیر لوړ وي  او یا داسې توکي وي چې  ډیر ژر خرابیږي.

ددینه پرته  نور هیڅکومې لارۍ ته به افغانستان ته د ننوتو اجازه ورنکړل شي.

د یادولو وړ ده چې  پاکستاني لاریو به د افغانستان له لارې منځني اسیا هیوادونو ته  هم  سوداګریز توکي انتقالول چې ددینه وروسته  نشي کولی  د افغانستان له لارې تیر شي.

پاکستان هم  د یوې اوږدې مودې راهیسې افغاني لاریو ته خپلې خاورې ته د ننوتو اجازه نه ورکوي. افغانستان  ولسمشر هم  د یو فرمان په صادرولو سره  ورته پریکړه وکړه.

د افغانستان  ټرانسپورتي شرکتونو د ولسمشر ددې فرمان نه ډیر تود هر کلی وکړ او وویل چې ددې کار سره به افغانستان ټرانسپورتي سکتور  ډیره زیاته وده وکړي. خپله افغانانو ته به د کار زمینه برابره شي.

افغانستان حکومت پدې د پاکستان سره  د ستونزو نه وروسته د ټرانسپورت او تجاري لارو په برخه کې د بدیلو لارو په لټولو پیل کړی دی. افغانستان حکومت د ایران د چاربهار  او ترکمنستان د اقینې  بندرونو لارې  کارونې ته  زور ورته کړی دی.

د بله پلوه د افغانستان د ټرانسپورت سرپرست وزیر وویل چې د هیواد د ټرانسپورتي سکتور د پياوړتیا په خاطر به په نږدې راتلوونکې کې د منځني اسیا  د ځینو هیوادونو لکه  تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او نورو سره  افغاني لاریو د تګ راتګ په خاطر  قراردادونه او تړونونه  لاسلیک کړي.



اړوند خبرونه