په افغانستان کې ۱۰۵ تنه  د دولت مخالفین ووژل شول.

افغان ځواکونو تر سلو ډیر طالب او داعشيان ووژل

851439
په افغانستان کې ۱۰۵ تنه  د دولت مخالفین ووژل شول.

په افغانستان کې ۱۰۵ تنه  د دولت مخالفین ووژل شول.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت  د خبرپاڼې  له مخې  د نوموړي هیواد امنیتي ځواکونو  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په عملیاتو کې  ۱۰۵ تنه  مخالفین  وژلي  او ۳۴ تنه نور يي ټپیان کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې  امنیتي ځواکونو  په ننګرهار ، لغمان، کاپیسا، غزني ، میدان وردګ او ځینو نورو ولایتونو کې  په ترسره کړو عملیاتو کې  د ۱۱ تنو داعشي ترهګرو په ګډون ۱۰۵ تنه  طالب اورپکې  وژلي  او ۳۴ تنه نور يي  ټپیان کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نوموړو عملیاتو په لړ کې د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې ۱۱ تنه داعشيان وژل شوي دي .

په عملیاتو کې  د طالبانو اړوند د هیروئینو  د جوړولو ۲۰ کارخانې هم  له منځه وړل شوي دي.

د عملیاتو په لړ کې  د داعش او طالبانو اړوند  دوه د وسلو او مهماتو زیرمې  کشف  او منځه وړل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې  دا عملیات  د هوايي ځواکونو  په ملاتړ ترسره شوی دي. د نوموړو عملیاتو سره  طالبانو ته  دروند ګوزار  ورکړ شوی دی.



اړوند خبرونه