قطر او متحده عربي امارات هم  د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته سرتیري استوي.

ناټو په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیره لوړوي

848501
قطر او متحده عربي امارات هم  د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته سرتیري استوي.

قطر او متحده عربي امارات هم  د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته سرتیري استوي.

دا خبره د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ  د اسوشیتید پرس  خبري اژانس سره په مرکه کې وکړه.

د ناټو سرمنشي وویل چې هر څه ژر به  افغانستان ته  لا زیات  روزونکې  واستوي. هغه  زیاته کړه چې د افغان ځواکونو د روزنې په موخه  د لا زیاتو روزونکو په اړه  د ناټو ځواکونو  د قومندان  غوښتنه به پوره کړي او هر څه ژر به  لا زیات روزونکي افغانستان ته واستول شي.

هغه زیاته کړه چې د څو میاشتو هلو ځلو نه وروسته پدې وتوانیدل  چې  افغانستان ته  لا زیات روزونکې  برابر کړي.

ستولتنبرګ  وویل چې  په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او ناټو قومندان  جنرال نیکلسن  د ۱۶ زره تنو روزونکو  غوښتنه کړې وه چې  ۱۳ زره تنه په افغانستان کې شتون لري او پاتې به هم  هر څه ژر واستول شي.

هغه زیاته کړه چې  ددې ۱۶ زرو تنو  په منځ کې ځیني ځواکونه به د طالبانو، القاعدې او داعش ترهګرو ډلو پر خلاف په جګړه کې هم ونډه واخلي.

هغه زیاته کړه چې  د ناټو سازمان متفق هیوادونه به هم  افغانستان ته سرتیري واستوي. متحده عربي اماراتو او قطر  افغانستان ته سرتیرو استولو ته  تیاري ښودلې ده .

د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر پدې وروستیو کې د یو زیات شمیر هیوادونو نه افغانستان ته د سرتیرو استولو غوښتنه کړې او تشویق کړي دي.

هغه ویلي دي چې  نوي روزونکي به په جګړه کې  ګډون ونکړي یواځې  افغان ځواکونه به وروزي. هغه زیاته کړې ده چې د افغانستان د ستونزې  یواځنۍ لار  ددې هیواد امنیتي ځواکونو پیاوړتیا  ده.

ستولتنبرګ د افغانستان د روانو حالاتو په اړه اندیښنه هم  وښوده او وویل چې دیرې زیاتې ستونزې پر مخ کې لري. ددې سره  ډیرې زیاتې لاسته راوړنې هم  شوي دي.



اړوند خبرونه