د افغانستان په شمال کې په مزار شریف کې چاودنه وشوه.

په مزار شریف کې ځانمرګی برید وشو

843795
د افغانستان په شمال کې په مزار شریف کې چاودنه وشوه.

د افغانستان په شمال کې په مزار شریف کې چاودنه وشوه.

د مزار شریف نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  نن  د سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې  د بلخ ولایت په مرکز  مزار شریف کې  چاودنه وشوه.

د مزار شریف امنیتي سرچینو ویلي دي چې  چاودنه د ځانمرګي برید په پایله کې رامنځته شوه.

سرچینې ویلي دي چې ځانمرګی برید د مزار شریف  د پولیسو د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده .

د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په برید کې د مزار شریف د  یو تن  د  نامتو سوداګر  د وژل کیدو او دوو  تنو نورو   د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

امنیتي سرچینو ویلي دي چې د برید  هدف  د مزار شریف نامتو سوداګر حاجي غني وو. 

په حاجي غني  پداسې حال کې برید وشو چې  د سهار چای د خوړو په خاطر  رستورانت ته  روان  شوی وو.



اړوند خبرونه