په جلال آباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ کارکوونکی ووژل شو

د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې د پاکستان د قونسلګرۍ  د قونسلي چارو د څانګې کارکوونکی  ووژل شو.

842043
په جلال آباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ کارکوونکی ووژل شو

د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې د پاکستان د قونسلګرۍ  د قونسلي چارو د څانګې کارکوونکی  ووژل شو.

د جلال آباد نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د پاکستان د قونسلګرۍ د قونسلي چارو دا کارکوونکی  تیره شپه د نامعلومو کسانو په وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د بله پلوه  پاکستان  په افغانستان کې د خپلې سیاسي نماینده ګۍ  د کارکوونکي وژل کیدل په کلکه توګه غندلي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند  عطاالله خوګیاڼي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د پاکستان د قونسلګرۍ  کارکوونکی  نایار اقبال رانا  چې د ۵۲ کلونو عمر  وو پرون د ماښام په ساعتونو کې خپل کور ته نږدې  د دوو تنو نامعلومو کسانو په ډزو کې وژل شوی دی. هغه ویلي دي چې  نوموړی  د کور ترڅنګ  د سودا اخیستو لپاره بازار ته تللی وو  چې د نامعلومو کسانو په برید کې ووژل شو.

هغه ویلي دي چې پولیسو د قاتلینو د تثبیت او نیولو په خاطر پراخه څیړنې پیل کړي دي خو تر اوسه پورې پدې تړاو څوک  نیول شوي ندي.

د بله پلوه  د پاکستان  د بهرنیو چارو وزارت  په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت  ته نوټ ورکړی  او برید کوونکو د نیولو او قانون منګولو ته يي د سپارولو غوښتنه کړې ده.

پاکستان د افغانستان د حکومت نه  په خپل هیواد کې د پاکستاني ډیپلوماټانو او د سیاسي نماینده ګیو د کارکوونکو د قوي امنیت د نیولو غوښتنه کړې ده .

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه