په کونړ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې په لسګونو تنه وژل شوي

په کونړ ولایت کې د واده په خلکو د بې پيلوټه الوتکې برید وشو.

826151
په کونړ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې په لسګونو تنه وژل شوي

د افغانستان په ختیځ کې  د کونړ په ولایت کې  د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په برید کې  تر شلو ډیر کسان وژل شوي دي.

د سیمې نه  د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  برید پرون  پنجشنبه  د افغانستان په ځايي وخت د مازیګر په ساعتونو کې شوی دی.

د کونړ ولایت د والي ویاند  خبري رسنیو ته ویلي دي چې په برید کې د داعش د مهمو قومندانانو په ګډون  ۱۴ تنه داعشیان وژل شوي دي خو  د سیمې خلک بیا  وايي چې وژل شوي  کسان  داعشیان  نه  بلکې ملکي وګړي دي.

پیښه  د کونړ ولایت د څوکۍ  ولسوالۍ  د دیوه ګل  په دره کې  رامنځته شوې ده .

د سیمې خلکو  خلکو ویلي دي چې  وژل شوي کسان  واده  ته  روان وو او په لاره کې  په یو کور کې دمه کړې وه.

ویل کیږي  وژل شوو کسانو سره  هم  ځینې سپکې وسلې وې چې  د خپل ځان د امنیت په خاطر يي راغیستې وې.

د سیمې خلکو ویلي دي چې  پدې پيښه کې تر شلو  ډیر کسان  وژل شوي دي چې  ډیرو مړي  د پیژندو ته  وتلي دي.

په برید کې  کور په کامله توګه سوځیدلی  دی  او ډیری مړي هم  پکې سوځیدلي دي.

په افغانستان کې میشتو  بهرنیو ځواکونو  د نوموړې پيښې په اړه  تر اوسه پورې څه ندي ویلي. افغان حکومت هم  تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی .

د یادولو وړ ده چې  د افغانستان په اړه  د امریکا  د ولسمشر ټرامپ  د نوې ستراتیژۍ د اعلانیدو  نه راپدیخوا په نوموړي هیواد کې بهرنیو ځواکونو  هوايي بریدونو کې زیاتوالی راوستی دی.



اړوند خبرونه