افغان هوايي ځواكونو ته د ۱۵۰ چورلكو مرسته

ټاكل شوې ده چې د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع وزارت د افغانستان د هوايي ځواك د پياوړتيا په موخه د دفاع وزارت ته ۱۵۰ چورلكې وركړي.

802917
افغان هوايي ځواكونو ته د ۱۵۰ چورلكو مرسته

 

 

ددې چورلكو د جوړولو قرارداد تېره ورځ د امريكا د دفاع د وزارت لخوا تاييد شوى دى. دا قرارداد چې ټول ارزښت يې څه باندې ۱،۳ ميليارده ډالره دى د اېم ډيم د چورلكو جوړولو امريكايي كمپنۍ ته وركړل شوى دى.

ټاكل شوې ده چې دا كمپنۍ به د افغانستان هوايي ځواك ته ۱۵۰ دانې اېم ډي ۵۳۰ اېف ډوله چورلكې جوړې كړي. سربېره پر دې دا كمپنۍ به د چورلكو ټول تجهيزات او د پيلوټانو د روزنې چارې هم پر غاړه واخلي.

دا چورلكې به د ۲۰۲۲ م ميلادي كال تر نيمايي پورې افغان ځواكونو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال كې ده چې امريكا پخوا هم د ۷۲۷ ميليونو ډالرو په ارزښت د هوايي پوځ سره د تجهيزاتو مرسته كړې وه.



اړوند خبرونه