په ميانمار كې د عاموژنې په اړه د افغان حكومت غبرګون
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره په ميانمار كې د روهينګيا د مسلمانانو پر وړاندې روان ظلم وغندل شو.
801378

پدې اعلاميه كې راغلي دي افغان حكومت د ميانمار د وسله وال پوځ لخوا په هېواد كې د روهينګيا د مسلمانانو پر وړاندې روان ظلم په كلكو ټكو غندي.
په اعلاميه كې د ملګرو ملتونو د سازمان په ګډون له نړيوالو ټولنو په كلكه غوښتنه شوې ده چې د مسلمانانو د عاموژنې پېښې دې له نږدې وڅېړل شي او پدې برخه كې دې اړوند ګامونه پورته شي.
د ميانمار د رخين په ښار كې د روهينګيا د مسلمانانو پر وړاندې ددې هېواد د اورو او ستخدريځو بودايانو لخوا د مسلمانانو پر وړاندې د عاموژنې په پېښو په پايله كې شاوخوا ۳۰۰۰ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۹۰ زره نور يې د خپلو كورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.