تركي پيلوټ له انګلستانه د يو افغان د شړلو مخه ونيوله!

د صميم بيګزاد په نوم يو ۲۲ كلن افغان ځوان چې د انګلستان د كډوالۍ د ادارې لخوا په زوره افغانستان ته لېږل كېده، د تركي پيلوټ د مقاومت په پايله كې په انګلستان كې پاتې شوى دى.

799632

بېګزاد چې دوه كاله وړاندې له فرانسې په غير قانوني ډول انګلستان ته تللى وو، ددې هېواد د كډوالۍ د ادارې لخوا بېرته افغانستان ته لېږل كېده خو د تركش اېرلاين د شركت اړوند يو پيلوټ د الوتنې نه امتناع وكړه.

د صميم بېګزاد پلار لس كاله كيږي چې په انګلستان كې ژوند كوي غوښتل يې چې خپل زوى هم له ځانه سره وساتي.

كله چې صميم بېګزاد په لندن كې د هېترو هوايي ډګر ته په نامناسب حالت كې راوړل شو نو د تركيې د هوايي كرښو د اړوندې الوتكې پيلوټ د الوتنې نه ډډه وكړه. پدې ډول نوموړى د اوس لپاره په انګلستان كې پاتې شو. بېګزاد وايي چې په افغانستان كې يې ژوند په خطر كې دى او د امريكايانو سره د همكارۍ له امله كېداى شي چې ووژل شي.

د بېګزاد د كډوالۍ غوښتنليك تېره مياشت رد شوى وو او د همدې امله بېرته افغانستان ته لېږل كېده.

په اروپا كې د هوايي چلند قوانين پيلوټانو ته اجازه وركوي چې د اړتيا په صورت كې د الوتنې نه سرغړونه وكړي.

د بله پلوه ددې هېواد د كډوالۍ ادارې څرګنده كړه چې د بيګزاد شړل قانوني بڼه لري او د بشري حقونو نه يې سرغړونه نه ده كړې.

اړوند خبرونه