امريكا افغانستان ته نور سرتيري ليږي.

پرون د دفاع د وزارت وياندې ډېنا وايټ ويلي وو چې اوسمهال په افغانستان كې شاوخوا ۱۱ زره امريكايي سرتيري په دنده بوخت دي.

799473
امريكا افغانستان ته نور سرتيري ليږي.

 

د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع وزير جېمز مټيس څرګنده كړه چې افغانستان ته د لا زياتو سرتېرو د لېږلو په اړه يې پريكړه ليك لاسليك كړى دى او په نږدې راتلونكې كې به ددې سرتېرو په لېږلو پيل وشي.

مټيس چې يوې خبري غونډې ته وينا اوروله څرګنده كړه چې افغانستان ته د نوو سرتېرو د لېږلو پلان د ټرمپ لپاره ددې هېواد د نوې تګلارې سره اړخ لګوي. مټيس ددې سره سره ونه ويل چې څومره نوي سرتيري به افغانستان ته ولېږل شي.

مټيس زياته كړه چې دا نوي سرتيري به د افغان ځواكونو سره يو ځاى اغېزمنه جګړه وكړي.

تمه كيږي چې مټيس به په راتلونكې اونۍ كې د امريكا پارلمان ته ددې موضوع په اړه پوره معلومات وكړي.

 



اړوند خبرونه