د طالبانو وياند سخت ټپي شوى
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د فارياب په ولايت كې د امنيتي ځواكونو سره په نښته كې سخت ټپي شوى دى.
790450
د ۲۰۹م نمبر شاهين د قول اوردو قوماندان جنرال امان الله مبين هم دا پېښه تاييد كړې او زياته كړې يې ده چې مجاهد د فارياب د ولايت د غورماچ په ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو سره په نښته كې ټپي شوى دى.
د نوموړي په وينا په غورماچ كې اوس هم د امنيتي ځواكونو لخوا پراخه عمليات دوام لري.
طالب چارواكو تر اوسه پورې پدې اړه څه نه دي ويلي خو دا لومړى ځل نه دى چې د مجاهد د ټپي كېدلو خبر خپريږي. څو كاله وړاندې د امنيتي ځواكونو لخوا د نوموړي د نيول كېدو خبر هم خپور شوى وو.
اوسمهال د غورماچ ولسوالۍ د طالبانو په لاس كې ده چې د بېرته نيولو په موخه يې پراخه عمليات پيل شوي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی