په كاپيسا كې د يو خونړي ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه.

افغان امنيتي ځواكونو د كاپيسا د ولايت د تګاب په ولسوالۍ كې دوه تنه ځانمرګي هدف تر رسېدلو وړاندې وژلي دي.

786121
په كاپيسا كې د يو خونړي ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه.

 

 

د ۲۰۱ سېلاب قول اوردو د چارواكو د معلوماتو پر اساس بريدګرو هڅه كوله چې د ملي اوردو د موټرو پر كاروان باندې بريد وكړي چې هدف ته تر رسېدلو وړاندې تشخيص او وژل شوي دي.

ويل كيږي چې بريدګر پر موټر سايكل سپاره ول او د ملي اوردو د موټرو پر كاروان يې د بريد هڅه كوله.

د امنيتي سرچينو د معلوماتو پر اساس د دواړو بريدګرو چاوېدونكي مواد چاودلي دي چې په پېښه كې امنيتي ځواكونو ته زيان نه دى رسېدلى.

تر اوسه پورې د طالبانو په ګډون نورو اورپكو ددې پېښې پخلى نه دى كړى.


پيوندونه: #افغانستان , #بريد

اړوند خبرونه