د افغانستان په شمال کې د طالبانو  جګپوړی چارواکی  ووژل شو.

جګپوړي طالب قومندانان ووژل شول

772533
د افغانستان په شمال کې د طالبانو  جګپوړی چارواکی  ووژل شو.

د افغانستان په شمال کې د طالبانو  جګپوړی چارواکی  ووژل شو.

د افغانستان په شمال کې د کندز ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه د والي مرستیال  د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.

د کندز ولایت امنیتي  سرچینې ویلي دي چې  د یاد شوي ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه  د والي مرستیال  مولوي نورالدین  تیره ورځ  په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د افغانستان د شمال ختیځ زون  د پولیسو مشر  خلیل الله ضایي خبري رسنیو ته ویلي دي چې مولود نورالدین په موټر  چې  یوې بلې سیمې ته يي  سفر کولو  هوايي برید وشو. په برید کې د هغه سربیره  د چاردرې د ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال او ځیني نور اورپکي هم  وژل شوي دي.

دا په کندز ولایت کې  طالبانو ته  قوي ګوزار  دی.



اړوند خبرونه