په كابل كې د ملي اوردو پر كاروان ډله ايز بريد

د كابل ولايت د خاك جبار د ولسوالۍ په مربوطاتو كې د ملي اوردو د ځواكونو د موټرو پر كاروان باندې د يو كمين په پايله كې ډله ايز بريد شوى دى.

769581
په كابل كې د ملي اوردو پر كاروان ډله ايز بريد

 

د كابل ولايت د خاك جبار د ولسوالۍ په مربوطاتو كې د ملي اوردو د ځواكونو د موټرو پر كاروان باندې د يو كمين په پايله كې ډله ايز بريد شوى دى.

دا پېښه تېره شپه ناوخته په داسې حال كې رامنځته شوې ده چې د ملي اوردو او يو شمېر پوليسو د موټرو كاروان د لوګر ولايت پر لور د تصفيوي عملياتو په موخه روان وو.

د دفاع وزارت پېښه تاييد كړې ده او څرګنده كړې يې ده چې په متقابلو ډزو كې ددې طالب اورپكو ته درنده مرګژوبله اوښتې ده. د بله پلوه سرچينې وايي چې په دې كمين كې لږ تر لږه دوه تنه افغان سرتيري وژل شوي او او درې نور ټپيان دي.

همداراز ويل كيږي چې د بريد پر مهال د افغان ځواكونو شاوخوا ۲۰ موټرانو او زغروالو وسايلو ته اور اچول شوى دى خو د دفاع د وزارت سرچينو دا معلومات تاييد كړي نه دي.

د دفاع د وزارت وياند وايي چې د پېښې د څېړنې په موخه يو پلاوى سيمې ته لېږل شوى دى.

دا لومړى ځل دى چې د كابل د ولايت په مربوطاتو كې د ملي اوردو د موټرو پر كاروان باندې ډله ايز بريد كيږي.


پيوندونه: #کابل , #بريد , #كمين

اړوند خبرونه