په افغانستان کې د پاکستان دوه تنه ډيپلوماټان لا درکه شوي دي.
د پاکستاني ډیپلوماټانو د موندولو په خاطر هلې ځلې دوام لري
په افغانستان کې د پاکستان دوه تنه ډيپلوماټان لا درکه شوي دي.
د افغانستان په ختيځ کې د ننګرهار په ولایت کې د پاکستان د قونسلګرۍ دوه تنه ډیپلوماټان د افغانستان او پاکستان په لاره کې نا درکه شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا ویلي دي چې ددوې دوه تنه ډیپلوماټان چې د جلال آباد ښار نه د پیښور ښار پر لورې روان ول په لاره کې لادرکه شوي دي.
ویاند ویلي دي چې د نوموړو ډیپلوماټانو د موندولو په خاطر د افغانستان د حکومت سره په ګډه کار کوي.
د افغانستان د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي هم ددې پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې پاکستاني ډیپلوماټان د پیښور په لاره کې لا درکه شوي دي.
تر اوسه پورې کومې ډلې یا شخص ددې پیښې مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی