په لغمان کې چاودنه وشوه

د افغانستان په ختیځ کې د لغمان ولایت د الینګار په ولسوالۍ کې چاودنه وشوه.

753724
په لغمان کې چاودنه وشوه

د افغانستان په ختیځ کې د لغمان ولایت د الینګار په ولسوالۍ کې چاودنه وشوه.

د لغمان ولایت د رسنیو د دفتر لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې  چاودنه  نن  د سهار په وختي ساعتونو کې  د پنځه نیمو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  نن د سهار د پنځه نیمو بجو په شاوخوا کې د الینګار ولسوالۍ کې د شخترۍ په ډاګ کې  د ملکي وګړو په موټر  د سړک په غاړه د دښمانانو لخوا ځای په ځای شوی ماین وچاودید.

په چاودنه کې  د موټر سپرلۍ  ۴ تنو چې کارګران  ول  ژوند د لاسه ورکړی دی .

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  یاد شوي کارګران  د ساختماني چارو کې په خاطر  د تیګو پسې  دې سیمې ته راغلي وو چې  د دښمنانو لخوا د ځای په ځای شوي ماین قرباني شول.



اړوند خبرونه