په بلغاریا کې د بس د چپه کیدو له امله ګڼ شمیر افغان کډوالو ژوند د لاسه ورکړ
په بلغاریا کې د یو بس د چپه کیدو له امله لسو تنو افغان او پاکستاني کډوالو ژوند د لاسه ورکړ.
په بلغاریا کې د یو بس د چپه کیدو له امله لسو تنو افغان او پاکستاني کډوالو ژوند د لاسه ورکړ.
د بلغاریا د پولیسو د معلوماتو له مخې پيښه د نوموړي هیواد د پلازمینه صوفیا سویل ختیځ لوري ته په سل کیلومترۍ کې پروت د پازارجک په ښار کې رامنځته شوې ده .
د پولیسو د معلوماتو له مخې پیښه د ډیر زیات سرعت له امله رامنځته شوې ده . موټر چلوونکي د موټر کنټرول د لاسه ورکولو نه وروسته موټر چپه شوی دی.
په پیښه کې ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د موټر چلوونکي ۱۶ کاله عمر درلود او د موټر چلوولو لایسنس يي هم نه درلود. د موټر چلوونکي هم پدې پیښه کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي دي چې د پیښې د قربانیانو سره د پيژندۍ په خاطر هیڅډول اسنادو شتون نه درلود . د پیښې د ټپیانو نه یو تن پولیسو ته ویلي دي چې د پیښې قربانیان د افغانستان او پاکستان وګړي دي چې ډیری افغانان دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی