د كابل د نننۍ چاودنې په اړه د طالبانو غبرګون

په كابل كې د نننۍ خونړۍ چاودنې په اړه د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد لخوا يوه اعلاميه خپره شوه.

743060
د كابل د نننۍ چاودنې په اړه د طالبانو غبرګون

 

 

په اعلاميه كې راغلي دي چې طالبان هر هغه بريدونه چې په كې ملكي وګړو ته زيان ورسيږي، محكوموي.

مجاهد په ننني بريد كې د طالبانو لاس لارل رد كړل او زياته يې كړه چې دا ډول بريدونه د طالبانو سره هېڅ ډول تړاو نه لري. دا چې دا بريد د چا لخوا ترسره شوى دى، وروسته به څرګند شي خو اسلامي امارت داسې بريدونه  چې بې هدفه وي او ملكي وګړو ته په كې زيان ورسيږي، په كلكو ټكو ردوي.

د خبري رسنيو د معلوماتو پر اساس تر اوسه پورې په بريد كې تر ۸۲ تنو زيات وژل شوي او ۳۵۰ تنه نور ټپيان دي.


پيوندونه: #كابل , #بريد , #طالبان

اړوند خبرونه