په ننګرهار كې ۵ پوليس د خپل ملګري لخوا ووژل شول.

د ننګرهار د ولايت د غني خېلو د ولسوالۍ د ماركو په سيمه كې د سيمه ايزو پوليسو په يوې پوسته كې يو تن شكمن خپل پينځه ملګري ووژل او بيا د وسلو سره په تېښته بريالى شو

735614
په ننګرهار كې ۵ پوليس د خپل ملګري لخوا ووژل شول.

 

.

ددې ولايت د معلوماتو پر اساس دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.  ويل كيږي چې بريدګر لومړى خپل ټول ملګري په زهرو مسموم كړي او بيا يې ټول ويشتلي دي. بريدګر د پوستې د ټولو وسلو سره تښتېدلى دى.

دا لومړى پېښه نه ده چې د امنيتي ځواكونو په ليكو كې پر يو بل بريدونه كيږي.

د همدې كال د مارچ په مياشت كې د زابل په ولايت كې هم يو تن بريدګر خپل ۸ تنه ملګري ووژل.


پيوندونه: #پوليس , #ننګرهار , #مارچ

اړوند خبرونه