د ننګرهار ولایت په ملي تلویزیون ډله ییز برید وشو.

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په ملي تلویزیون ډله ییز برید وشو.

733685
د ننګرهار ولایت په ملي تلویزیون ډله ییز برید وشو.

۱۱:۳۰   د ننګرهار ولایت په راډیو تلویزیون   د برید کوونکو نه  دوو  تنو  د ځان پوړې  تړلي چاودیدونکي  توکي  چولي  او دریم  تن  برید کوونکی  د ملي اردو  د سرتیرو لخوا  وژل شوی دی . پولیس 

 

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په ملي تلویزیون ډله ییز برید وشو.

د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  لومړی  یو تن ځانمرګي برید کوونکي  د ننګرهار ملي تلویزیون د ودانۍ په مخکې  د ځان پوړې تړلي چاویدونکي توکي وچول  او نور برید کوونکي  دننه ننوتل.

د ننګرهار ولایت امنیتي مسئولینو  د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې  نښته دوام لري.

دا لا معلومه نده چې څو تنه برید کوونکي  دننه ننوتي دي.

د یادولو وړ ده چې  د ننګرهار ولایت د ملي راډیو تلویزیون ودانۍ  د والي  د دفتر  په څو سوه  مترۍ کې قرار لري. همداشان  د ملي راډیو تلویزیون  د ودانۍ  شاته  د پولیسو  امنیتي حوزه قرار لري.

ویل کیږي  برید کوونکو د راډیو تلویزیون  ودانۍ ته  نږدې په یوې بلې ودانۍ کې هم  ځای په ځای شوي دي او د امنیتي ځواکونو سره  نښته کوي.

د مرګ ژوبلې په اړه هم  تر اوسه معلومات  نشته.



اړوند خبرونه