په پاکستان کې د افغانستان سفیر د نوموړي هیواد ادعا په کلکه توګه رد کړه
افغانستان د پاکستان لخوا ددوې د ۵۰ تنو سرتیرو د وژل کیدو ادعا په کلکه توګه رد کړه
افغانستان د پاکستاني جنرال او خبري رسنیو هغه ادعاګانې چې ګواکې د چمن په جګړه کې ۵۰ تنه افغان سرتیري وژلي او نږدې ۱۰۰ تنه نور يي ټپیان کړي په کلکو ټکو رد کړه ده.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال نن دوشنبه د پاکستاني سرتیرو لخوا د ۵۰ تنو افغان سرتیرو وژلو ادعا په کلکه توګه رد کړه او ویلي دي چې پدې نښته کې یواځې ۲ تنه افغان سرتیري مړه او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې تیره ورځ د پاکستان د پوځ یو تن جنرال په چمن کې خبري غونډې ته د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځه په نښته کې د ۵۰ تنو افغان سرتیرو د وژلو او تر سلو ډیرو د ټپي کیدو ادعا وکړه.
د هغه دا ادعا لومړی د افغانستان د حکومتي رسنیو د عمومي مشر صدیق صدیقي لخوا رد شوه .
همداشان نن د سهار په ساعتونو کې بیا په پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر هم د افغان سرتیرو د وژل کیدو اړوند د پاکستان ادعا په کلکه توګه رد کړه.
هغه وویل چې د پاکستان دا ادعا چې ګواکې د چمن په جګړه کې ۵۰ تنه افغان سرتیري وژلي دي هیڅ حقیقت نلري او د حقیقت نه لرې خبره ده. هغه ویلي دي چې پدې جګړه کې یواځې ۲ تنه افغان سرتیري په شهادت رسیدلي دي.
د پاکستان د پوځ د بلوچستان د ایالت قومندان تیره ورځ خبري غونډې ته د چمن په جګړه کې د ۵۰ تنو افغان سرتیرو د وژل کیدو او تر سلو تنو نورو د ټپي کیدو ادعا کړې وه. هغه ادعا کړې وه چې په پدې نښته کې د افغان ځواکونو ۵ پوستې امنیتي پوستې له منځه وړي دي.
د یادولو وړ ده چې د تیرې جمعې په ورځ د پاکستان د چمن په سیمه کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځه هله نښته وشوه چې د پاکستان د سرشمیرنې د ادارې کارکوونکي د ملیشو په ملګرتیا افغانستان لورې ته رااوښتي وو.
افغان پوله ساتو پدې ډزې کړې وې چې وروسته د دواړو هیوادونو د پوساتو ترمنځه نښته پیل شوې وه. نښتې پوره ۱۲ ساعته دوام پیدا کړ.
د پاکستان خبري رسنیو او دولتي روغتونونو پدې نښته کې د ۱۲ تنو د وژل کیدو او تر ۵۰ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی وو.
افغانستان بیا پدې نښته کې د خپل دوو تنو سرتیرو او ۲ تنو ملکي وګړو د وژل کیدو او د ۷ تنو سرتیرو په ګډون نږدې ۱۵ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
د جمعې د ورځې د نښتې نه وروسته د خالي په ورځ د دواړو خواوو د پوځیانو ترمنځه لیدنه وشوه او اوربند اعلان شوه.
همداشان د نښتې نه وروسته پاکستان د چمن سرحدي دروازه د افغانستان پر مخ وتړله.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی